د لاسرسي ځای

تازه خبر

له جنوني وزیرستان نه یو شمیر خلک وځي


د جنوبي وزیرستان په اوچه دره ، تنده دره او رازین په سرحدي سیمو کې تازه پوځي عملیاتو نورې یو شمیر کورنۍ بې کوره کړي دي.

د ځایي اوسیدونکو په وینا دا عملیات د چارشنبې پر ماښام پیل شوي چې تر اوسه دوام لري. په عملیاتو کې د ځمکنې پوځ تر څنګ هوایي ځواک او توپخانه هم استعمالیږي.

د تندې درې یو اوسیدونکي د ټیلیفون په لیکه مشال راډیو ته ویلي، چې د سیمې نه یو شمیر کورنۍ د افغانستان په لور د وتلو په هڅه کې دي.

په اسلام اباد کې یو لوړ پوړي استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط نن (جمعه) مشال ریډیو ته ویلي چې دا عملیات د مقامي او بهر ملکي دواړو وسله والو پر ضد کېږي. خو په عملیاتو کې یې د مرګ ژوبلې په اړه څه اوونه ویل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG