د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د هېواد په هېڅ ګوټ کې ترهګر نه پرېږدو'


د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف وايي یوازې د هېواد په پولو نه بلکې د ملک په هره برخه کې یې د ترهګرو پر ضد کاروایي پیل کړې ده.

دا خبره نوموړي نن په کراچۍ کې د ایکسپو ۲۰۱۵م کال نندارتون پرانستنې دستوری پر مهال وکړه. نوموړي وویل چې پاکستان د بهرنۍ سرمایه کاري لپاره سازګار ځای جوړ شوی دی او د وسله والو خلاف کاروایانو مثبتې نتېجې ورکول شورو کړي دي.

نوموړي زیاته کړه هېڅوک دوی په قامي کړنلاره کې له شاملو مادو نشي پر شا کولی او تر هغه به دا جنګ جاري وي چې په هېواد کې یې د بد امنۍ خورولو ډلو ټپلو ملا نه وي ماته کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG