د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ : پولیسو ۵۰۰ افغان کډوال نیولي


فایل فوټو
فایل فوټو

کراچۍ :- د کراچۍ پولیسو د دغه ښار په بیلا بیلو برخو کې له ۵۰۰ څخه زیات افغان کډوال نیولي دي . افغان کډوال وایي په نیولو شویو کې زیاتره هغه کډوال شامل دي چې د مهاجرت قانوني اسناد یا پي او ار کارتونه لري.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د یو کېمپ مشر حاجي عبدالله مشال راډیو ته وویل د فبرورۍ د نهمې نیټې راهیسې د کراچۍ په ۱۰۶ تاڼو کې د افغان کډوالو په ضد اپریشن روان دی :

((مونږ د سیند حکومت څخه غوښتنه کوو او دوی ته هغه یاداشت وریادول غواړو چې پاکستان،افغانستان او یو این ایچ سي ار د دسمبر ۲۰۱۵ پورې په پاکستان کې افغان کډوالو ته د اوسیدو اجازه ده، د هغې لیک نقل زما سره دی ، ددې نیټې نه مخکې د افغان کډوالو سره دا ډول سلوک زما په خیال د ا د اقوام متحده د قوانینو خلاف ورزي ده. ))

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د کیمپ دمشر حاجي عبدالله په خبره د کراچۍ نه علاوه د سیند صوبې په نورو ښارونو حیدراباد،ګوټکي،جامشورو،سکر او شکارپور کې هم د افغان کډوال د سیند پولیسو لخوا نیول شوي دي.

په کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسل له مشال ریډیو سره په خبرو کې ویلي د جمعې په ورځ یې په سیند صوبه کې د کډوالو د ستونزو په اړه د سیند صوبې له اعلا وزیر سیدقایم علي شا سره کتلي دي او ۶۰ نیول شوي کډوال یې خوشي کړي دي . د هغه په خبره د نورو نیول شویو افغانانو په اړه هم ددوي کوششونه دوام لري.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د کیمپ یو سپین ږیري حاجي نوروز مشال ریډیو ته ویلي دوی افغانستان ته ستیندل غواړي خو دوی په کراچۍ کې ۳۲ کاله تیر کړي دي او په دومره لږ وخت ورته بیرته تلل ناممکن دي:

((په دې سوړ ژمي کې زمونږ بیرته تګ ناممکن دی ، هلته سر پناه نه لرو، کیږدۍ نه لرو او بودیجه هم نه لرو نو په داسې حالاتو کې څنګه لاړ شو ؟ ))

په کراچۍ کې افغان کډوالو د کراچۍ د پولیسو لخوا د سختې رویې په ضد دجمعې په ورځ د کراچۍ پریس کلب مخې ته مظاهره هم کړې وه ، د افغان کډوالو یو بل مولوي عبدالهادي هاشمي وایي پولیس ترې پیسې اخلي او له دې وجې دوی له تیرو څو ورځو راهیسې تر کیمپه محدود دي او د غریبۍ او مزدورۍ لپاره ښار ته نشيوتلی.دی زیاتوي :

((مریض هم ښار ته نشو راوړلی، نه مو بچي له کیمپه بهر مزدورۍ ته تلی شي ، د نړۍ په هر ملک کډوال اوسیږي، په ایران،امریکا،جرمني او نورو ملکونو افغان کډوال ژوند کوي خو دومره سختي په هیڅ ملک کې د کډوالو سره نه کیږي. ))

په کراچۍ کې د نیولو شویو افغان کډوالو په اړه د کراچۍ د پولیسو ویاند عتیق شیخ مشال راډیو ته وویل نیول شوي افغان کډوال پي او ار کارتونه نه لري ، د هغه په وینا هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد لري او هیڅ ډول جرمونو کې ککړ نه دي ، پولیسو خوشي کړي دی .

په کراچۍ کې د کډوالو د نړیوالې ادارې یو این ایچ سي ار ترمخه ۶۷ زره راجستر افغان کډوال ژوند تیروي . ددې سربیره ډېرې نارجسټر شوي افغانان هم په دغه ښار کې د تیرې اوږدې مودې راهسې میشت دي .

XS
SM
MD
LG