د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

په پاکستان کې وکیلانو د هېواد په چارو کې د پوځ مداخلت وغانده

د پاکستان وکیلانو تنظیم پاکستان بار کونسل د هېواد په چارو کې د پوځ مداخلت غندلی دی او ویلي یې دي چې د ۲۱م اییني ترمیم ترمخه جوړ پوځي عدالتونه د بنیادي بشري حقونو خلاف دي.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ د ټول پاکستان وکیلانو د غونډې پر مهال یو قرارداد منظور کړ چې پکې یې ۲۱م اییني ترمیم د اساسي بشري حقونو خلاف وګرځاوه او ویې ویل چې دا ترمیم له ایین سره په ټکر کې دی.

پرېکړه لیک د لاهور های کورټ بار مشر شفقت چوهان وړاندې کړ چې وکیلانو په غوڅ اکثریت منظور کړ.

وکیلانو پرېکړه وکړه چې هره پنجشنبه یا زیارت به د تورې ورځې په توګه لمانځي. دوی په خپلو ویناګانو کې پر پوځ، سیاسي ګوندونو او پارلېمان انتقاد وکړ چې ولې یې د پوځي عدالتونو جوړولو پرېکړه وکړه.

وکیلانو د رسنیو پر ازادۍ د بندیز په لړ کې د ټولو قوانینو د مخالفت هوډ وښود او غوښتنه یې وکړه چې په ملکي عدالتي نظام کې دې اصلاحات راوستل شي. د پاکستان پوځ یا حکومت د وکیلانو د څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

احسن اقبال: وزیراعظم عمران خان دې استعفا ورکړي

د مسلم ليګ (ن) يو مخکښ احسن اقبال

د اپوزیشن ګوند مسلم ليګ (ن) يو مشر احسن اقبال وايي، د پاکستان تحريک انصاف په حکومت کې قرضونه ډېر اخیستل شوي، اقتصاد خراب شوی او ګراني زياته شوې نو ځکه بايد وزیراعظم استعفا ورکړي.

نوموړي د ډېسېمبر پر اوومه په يوه خبري کنفرنس کې وويل چې له ځينو اپوزیشن ګوندونو جوړ پاکستان جمهوري تحريک به له اوسنيو حکمرانانو څخه خلاصون لپاره د مارچ پر ۲۳مه اسلام اباد ته لانګ مارچ کوي.

خو حکومت د اپوزیشن تورونه او غوښتنې ردوي او وايي، اپوزیشن سياستوالو د خپلو درغليو له کېسونو څخه پام اړولو لپاره شور جوړ کړی.

له تېر يوه کال راهیسې ۱۸۲۰۰۰ افغانانو په وېزو پاکستان ته سفر کړی

د پاکستان حکومت وايي، د انلاين وېزو د اسانولو له وجې په زرګونو افغانان ورغلي دي.

د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد د ډېسېمبر پر اوومه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې په تېر يو کال کې ۱۸۲۰۰۰ افغانانو په وېزو پاکستان ته سفر کړی.

هغه زیاته کړه چې په دوی کې ۱۲۰۰۰ یې د پاکستان له لارې بهر هېوادونو ته تللي دي او له ۴۰ زرو څخه ۵۰ زرو پورې یې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لارې په بېلابېلو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د اګست پر ۱۵مه د طالبانو د حکومت چارو سمبالولو وروسته په لسګونو زره افغانان نورو هېوادونو ته وتلي دي.

دیني عالمانو په سيالکوټ کې د سري لنکايي وګړي وژنه وغندله

دیني عالمان وايي، عدالتونه دې په پېښه کې ښکېلو ټولو نيول شوو کسانو ته د سزا ورکولو مقدمو اورېدنه زر وکړي. انځور - ارشیف

د پاکستان بېلابېلو اسلامي فرقو سره تعلق لرونکو ديني عالمانو په يو شريک بيان کې په سيالکوټ کې د مذهب سپکاوي په تور د یوه سري لنکايي وګړي وژنه غندلې او له حکومت یې غوښتنه کړې چې په دې وحشي عمل کې لاس لرونکو ته دې سخته سزا ورکړي.

د عالمانو دا وفد د ډېسېمبر پر ۷مه د سرېلنکا سفارت ته ورغلی وو او شريکه اعلاميه یې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله ایاز وړاندې کړه.

هغه رسنيو ته وويل چې عدالتونه دې په پېښه کې ښکېلو ټولو نيول شوو کسانو ته د سزا ورکولو مقدمو اورېدنه زر وکړي.

د ډېسېمبر پر درېيمه په سيالکوټ کې د يوې کارخانې سرېلنکايي منېجر د قهرجنو خلکو له خوا اسلام ته د سپکاوي په تور تر وهلو وروسته وسوځول شو.

پوليسو ويلي چې له ۱۰۰ ډېر کسان یې نيولي او د پېښې په اړه نور تحقیقات روان دي.

د ډېسېمبر پر شپږمه د سري لنکا ولسمشر د پاکستان وزيراعظم سره په دې اړه خبرې کړې وي او ویلي یې وو چې په دې مسله کې د انصاف تمه لري.

وزیراعظم عمران خان دا پېښه د پاکستان لپاره له شرمه ډکه بللې وه.

افغانۍ د ډالرو په بدل کې خپل نرخ په بې ساري کچه بایللی دی

کابل کې د سرای شهزاده مارکیټ

په افغانستان کې د افغانۍ سیکې پر وړاندې د ډالر نرخ زښته لوړ ختلی دی چې د ډېسېمبر پر اوومه نېټه یې په ازاد بازار کې د یوه ډالر پېر او پلور په ۹۹ افغانۍ دی.

د افغانۍ سیکې وروستی نرخ د کابل د صرافانو شهزاده سرای پر خپله فیسبوک پاڼه ورکړی دی.

په افغانستان کې تر ډېره د کاروونکي توکي له بهره وروړل کېږي نو په دې سره د ډالرو د لوړېدو قیمت عام ولس ادا کوي، ځکه چې سوداګر او دوکانداران د ډالرو له لوړېدو سره توکي هم لوړ پلوري.

د ډالرو بیه وروستیو څو ورځو کې له ۹۶ نه ۹۹ افغانیو ته پورته شوه.

په افغانستان کې د نغدو پیسو کموالی، پر بانکونو بندیزونه او د افغانستان د شتمنۍ کنګلېدل هغه لاملونه یاد شوي چې پر اساس یې د ډالرو بیه وخته.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هند په سفر دی

انځور له ارشيفه

د روس ولسمشر ولاديمير پوتن نن (ډېسېمبر پر شپږمه) د هند په سفر ځي.

د دې سفر مهمه برخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ او وسلو سوداګانې وي.

د کورنا وبا خپرېدو وروسته دا د پوتن د يو بل هېواد ته دويم سفر دی. تر دې وړاندې نوموړی په جون مياشت کې په جنيوا کې له امريکايي ولسمشر جو یایډن سره ليدلي ول.

دا سفر په داسې حال کې دی چې هند د پينځه اعشاريه څلور اربه امريکايي ډالر په ارزښت له روسه د اېس ۴۰۰ فضايي دفاعي ميزايل سیسټم ترلاسه کول پیل کړي دي.

د پوتین او هندي وزيراعظم نرېندرا مودي ترمینځ به د ډېسېمبر پر شپږمه ماښام مهال لیده کاته کېږي. د هند د خارجه چارو وزير پر ټوېټر پاڼه ليکلي دي چې د دفاعي همکارۍ او وړو وسلو اخیستو په لړ کې به يو شمېر قراردادونه او تړونونه لاسليکېږي.

ژبپوه عبدالرازق پالوال ومړ

ارواښاد پالوال زیاتې څېړنې کړي دي

بېلابېلو فرهنګیانو او سیاستوالو د پېژندل شوي توکمپوه او ژبپوه عبدالرازق پالوال پر مړینه خپګان ښوولی دی.

ډاکټر عبدالرازق پالوال چې د پوهنتون استاد په توګه یې هم کلونه کلونه تدریس کړی، په خپله رشته کې زیاتې څېړنې کړي، د ۸۳ کلونو په عمر کې وفات شو.

د هغه د کورنۍ غړو ویل چې هغه به د ډېسېمبر پر شپږمه ماسپښین د کندهار د مشاهیرو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

د نوموړي اووه تحقیقي کتابونه چاپ شوي او ځینې کتابونه یې ناچاپه پاتې دي. د هغه په اړه شاعر او لیکوال عبدالباري جهاني لیکلي دي: ((پالوال یوازینی افغان و چې د اروپا ښه ژوند او د ښه عزت ژوند، د استادۍ ژوند او هر څه یې پرېښودل او د سرخاب د کډوالو په کمپ کي یې واړول. تر هغه وخته پورې چي یې قلم په ګوتو کې نیولای سوای له لیکنې څخه یې لاس وانه خیست.))

د امریکا روغتیا چارواکي: د کوویډ-۱۹ اومېکرون بڼې د ناروغۍ علامې شدیدې نه دي

د کوویډ-۱۹ نوې بڼه اومېکرون

د امريکا د روغتيا چارواکي وايي، لومړنۍ نښې نښانې ښيې چې د کورونا وايرس اومېکرون بڼه د ډېلټا هغې په پرتله کمزورې علامې لري.

د سپیني ماڼۍ د روغتيا مشر سلاکار انتوني فوچي د ډېسېمبر پر پینځمه نېټه ويلي چې ساينسپوهان د اومېکرون د شدت والي د معلوملولو لپاره نورو معلوماتو او وخت ته اړتيا لري. نوموړي سي اېن اېن ټيليويژن ته ويلي، تر دې دمه داسې نه ښکاري چې اومېکرون څخه رامنځ ته شوې ناروغي زیاته شدت لري خو د ده په وينا، په دې اړه یوې نتيجې ته په رسېدو کې بايد له احتیاطه کار واخیستل شي.

له جنوبي افريقا چې پکې په لومړي ځل د کورونا وايرس نوې بڼه راپیدا شوې او په تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده، رپورټونه وايي چې د نوې بڼې د ناروغۍ علامې د پخوانيو هغو په پرتله شديدې نه دي.

د امریکا او روس ولسشمران ویډیويي‌ غونډه کوي

سپینې ماڼۍ او کريملين پخلی کړی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د ډېسېمبر پر اوومه د اوکراین او نورو موضوعاتو په اړه د خبرو لپاره یوه خوندي ویډیويي غونډه وکړي. (انځور: ارشیف)

سپینې ماڼۍ او کريملين پخلی کړی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د ډېسېمبر پر اوومه د اوکراین او نورو موضوعاتو په اړه د خبرو لپاره یوه خوندي ویډیويي غونډه وکړي.

دا ورچول يا انلان ناسته په داسې حال کې کیږي چې واشنګټن او کییف وايي، مسکو په لویدیځ کې د ټانکونو او درنو وسلو سره په لسګونو زره سرتیري ځاي پر ځاي کړي او کيداي شي چې د جنوري په پیل کې د برید پلان جوړ کړي.

سپینې ماڼۍ د ډېسېمبر پر څلورمه وویل، "ولسمشر بایډن به له اوکراین سره پر پوله د روسیې د پوځي فعالیتونو په اړه د امريکا اندیښنې شريکي کړي او د اوکراین د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره به د امريکا ملاتړ بیا تایید کړي."

سپینې ماڼۍ وویل چې دواړه مشران به د یو لړداسې موضوعاتو په اړه خبرې وکړي چې د ستراتیژیکو اټومي وسلو، انټرنټي بریدونه او سیمه ییزې مسلې هم پکې شاملې دي.

اروپا: د کورونا له کبله لګېدلو محدودیتونو ضد پراخ احتجاجونه شوي

په اروپايي ټولنه کې اسټريا لومړی هېواد دی چې د کورونا وايرس واکسين لګول يې لازمي ګرځولي دي چې له فرورۍ مياشتې به عملي کېږي.

د اروپا په يو شمېر ښارونو کې لسګونو زرو کسانو د کورونا وايرس خپرېدو مخنيوي لپاره لګول شويو محدويتونو پرضد مظاهرې کړې دي.

د اسټريا په پلازمېنه ويانا کې له څلوېښتو زرو زياتو کسانو د ډېسېمبر پر څلورمه پرله پيسې په درېمه اوونۍ کې د سختو محدويتونو پرضد مظاهره وکړه.

په اروپا کې اسټريا لومړی هېواد وو چې د ۲۰۲۱م کال د نومبر پر ۲۲مه يې د کورونا وبا له کبله یو ځل بیا د دريو اوونيو لپاره ټولبند اعلان کړ.

دا له هغه وروسته ده چې په هغه هېواد کې د کورونا وايرس پيښي زياتې شوې وې.

په اروپايي ټولنه کې اسټريا لومړی هېواد دی چې د کورونا وايرس واکسين لګول يې لازمي ګرځولي دي چې له فرورۍ مياشتې به عملي کېږي.

د جرمني په يو شمېر ښارونو کې په لسګونو زرو کسانو د کورونا وايرس مخنيوي لپاره د لګول شويو بنديزونو پرضد لاريونه وکړل.

جرمني پر هغو وګړو سخت محدويتونه لګولي چې د کوويډ۱۹ ناروغۍ واکسين يې نه وي لګولي.

د جرمني په هامبورګ ښار کې تر ټولو لوی لاريون کې شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو ګډون وکړ.

په فرانکفورټ، برلن او نورو ښاورنو کې هم مظاهرې شوې دي.

امريکا د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو د مشر د امر هرکلی کړی

ویسټ یادونه کړې چې په دې برخه کې نور کار ته اړتیا شته

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان هرکلی کړی، خو ویلې یې دي، ډېر څه نور باید ترسره شي.

ویسټ پر خپله ټویټرپاڼه د فرمان د هغې برخې یادونه کړې چې د واده په اړه د ښځې رضایت په کې تامین شوی او دا حق ورکړل شوی چې له چا سره واده وکړي.


ویسټ یادونه کړې چې په دې برخه کې نور کار ته اړتیا شته او دا ډاډ باید ترلاسه شي چې د ښوونځیو، کارځای، سیاست او رسنیو په ګډون د ټولنې نورو برخو کې هم د ښځو حقونه رعایت کیږي.

ملاهبت الله اخوندزاده د ډېسېمبر پر درېیمه د ښځو او نجونو د یوشمېر حقونو په اړه فرمان ورکړ.

د دغه شپږ ماده ییز فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي چې د نکاح په وخت کې د نجلۍ رضا اړینه ده.
په یوه بله ماده کې راغلي چې ښځه مال نه، بلکې ازاد او اصیل انسان دی او باید په بدو کې ورنه کړل شي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې ګڼ شمېر نجونې او ښځې له تعلیم او کاره بې برخې شوې. طالبان وایي، د وخت په تېریدو به دا حقونه هم تامین شي.

فرانسې له افغانستانه شاوخوا ۳۳۰ نور کسان ایستلي

د ارشیف انځور

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د طالبانو کنټرول لاندې له افغانستانه یې نېږدې ۳۳۰ وګړي د هوايي لارې راویستلي دي.

وزارت د ډېسېمبر پر درېیمه وویل چې په دغه الوتکه کې ۲۵۸ افغانان، ۱۱ فرانسویان، ۶۰ هالنډیان او له هغوی سره تړلي خلک شامل دي.

دا کار د قطر په مینځګړیتوب ترسره شوی چې تېرو څو کالونو کې یې د غربي طاقتونو او طالبانو تر مینځ په مذاکراتو کې مرسته کړې.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزرات لیکلي چې د سپټمبر ۱۰مې نېټې راهیسې یې د قطر په مرسته له کابله ۴۰۰ افغانان او ۱۱۰ فرانسوي وګړي ویستلي دي.

وزارت ویلي، فرانسې او قطر په شریکه د ډېسېمبر پر دویمه د بشري مرستو هلې ځلې ترسره کړې او په افغانستان کې فعالو نړیوالو سازمانانو ته یې دوایانې، خوراکي مواد او اوبه ور رسولي دي.

سږ کال د اګست په نیمایۍ کې په کابل د طالبانو له واکمنۍ وروسته له افغانستان سره په نړیوالو مرستو کې څرګند کمی راغلی دی چې په نتیجه کې یې له وړاندې موجود بشري ناورین لا پیچلی شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د کورونا اومېکرون بڼې څوک نه دي وژلي

دا وخت په نړۍ کې د کورونا وایرس ډیلټا بڼه تر ټولو زیاته خپره ده خو اوس هم د اومیکرون بڼې له امله ناروغه یو شمېر کسان په روغتونونو کې داخل دي.

د روغتیا نړیوالې ادارې ( ډبلیو اېچ او ) ویلي چې شاوخوا ۴۰ هېوادونو کې موندل شوې، د کورونا وایرس نوې بڼې "اومیکرون" له کبله تر اوسه د مړینې راپور نه دی ور رسېدلی.

د روغتیا نړیوال سازمان د ډېسېمبر پر درېیمه په دې خبره ټینګار وکړ چې اوس به هم په دا معلومولو کې وخت لګي چې د وایرس دغه بڼه تر څومره حده سارې ده؟ ایا د سختې ناروغۍ لامل کېږي؟ او پر وړاندې یې واکسین او علاج تر کومه حده موثره دی؟

له لومړنيو شواهدو ښکاري چې تېره اوونۍ په جنوبي افریقا کې په لومړي وار د وایرس موندل شوې بڼه چې ډېره په تېزۍ سره خپرېږي، د ډیلټا او نورو بڼو پرتله ښايي لږ علامات ولري.

دا وخت په نړۍ کې د کورونا وایرس ډیلټا بڼه تر ټولو زیاته خپره ده خو اوس هم د اومیکرون بڼې له امله ناجوړه شوي یو شمېر کسان په روغتونونو کې داخل دي خو مړینه پکې نه ده راپور شوې.

د کورونا وایرس اومیکرون بڼه په داسې حال کې د خپرېدو په حال کې ده چې روغتونونه وار له مخه د ډیلټا له امله تر بوج لاندې راغلي دي.

د اروپايي اتحادیې د روغتیا مرکز خبرداری ورکړی چې اومیکرون بڼه ښايي په راتلونکو میاشتو کې په اروپا کې د کووېډ-۱۹ تر نیمايي زیاتو پېښو سبب وګرځي.

پاکستان هند ته اجازه ورکړه چې غنم او درمل افغانستان ته ولېږدوي

د واګه بندر

پاکستان وايي، له هنده د واهګا پولې له لارې افغانستان ته د غنمو او درملو د لېږدولو اجازه ورکوي او همدا رنګه دا اجازه هم ورکوي چې له واهګې تر تورخمه په افغاني ټرکونو کې دغه توکي ورسول شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر درېيمه پر خپله پاڼه په جاري شوي بیان کې ویلي چې دا د وړاندېز شویو بشري مرستو په اړه د حکومت ژمنتیا او سنجیدګي ښيي.

په خبر پاڼه کې ویل شوي چې له دې پرېکړې یې د بهرنیو چارو وزارت کې د هند شارژدافېر هم خبر کړی.

په بیان کې ویل شوي چې د هند له حکومته یې هم غوښتنه کړې چې افغانستان ته د بشري مرستو رسولو لپاره په دې لړ کې ژر تر ژره ضروري ګامونه واخلي.

سیالکوټ کې د مذهب سپکاوي په تور یو بهرنی تر وژلو پس سوځول شوی

پولیس وايي، د پنجاب په سیالکوټ ښار کې قهرجنو کسانو یو بهرنی تن وژلی او وروسته یې مړی سوځولی دی.

پولیس چارواکي عمر سعید ملک د ډيسېمبر پر درېیمه نېټه خبریالانو ته وویل چې وژل شوی تن پریانتکا کمارا د سري لنکا اوسېدونکی وو چې د راجکو په نوم د جامو په یوه کمپنۍ کې یې کار کاوه.

د پولیسو په خبره هغه د کمپنۍ کارکوونکو د مذهب د سپکاوي په تور چې ثبوت یې هیچا ته نه دې وړاندې کړې په بې رحمۍ سره ووژلو. وروسته یې بیا پر سړک مړي ته اور ورته کړ او ګېرچاپېره راغونډو شویو کسانو د"لبیک یا رسول الله"نعرې وهلې. پر سوشل مېډیا د پېښې ویډیو خپره شوې چې پکې خلک د هغه تن مړی په چوکو باندې وهي.

ځايي اوسېدونکي وايي چې وروسته د حالاتو سمبالولو لپاره سیمې ته پولیس ورسېد.

يه سیالکوټ کې د جیو نیوز خبریال عمر اعجاز مشال راډیو ته د پېښې د سترګو لېدلی حال بیان کړ. هغه وویل چې قهرجنو کسانو د راجکو کمپنۍ کارخانې ته هم زیان رسولی.

یوه ځايي اوسېدونکي عبدالله نعیم مشال راډیو ته وویل چې د کارخانې کارکنان تور لګوي چې د سري لنکا د شهري د دفتر خځلو له ټوکرۍ څخه د قران پاڼې وموندل شوې چې وروسته هغه ووژل شو.

له طالبانو د محمود خان اڅکزي غوښتنه: یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړئ

د پښتونخوا میپ محمود خان اڅکزی د ډیسېمبر پر دویمه نېټه په کوټه کې د ګوند د بنسټښود عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۸م تلین په مناسبت جلسې ته وینا کوي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له طالبانو غوښتي چې له افغان سیاستوالانو سره کښېني او یو ((پراخ بنسټه)) او ټولګډونه حکومت جوړ کړي.

نوموړي د ډیسېمبر پر دویمه نېټه په کوټه کې د ګوند د بنسټښود عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۸م تلین په مناسبت جلسې ته په وینا کې وویل، په تېرو څه د پاسه څلور لسیزو کې په افغانستان کې تاوتریخوالي او بې ثباتۍ تر ټولو زیات افغانان ځپلي دي. ده وویل، اوس باید ټول افغانان د هېواد خپلواکي وساتي.

نوموړي وویل: ده وویل: "وه ملا طالبه! وه ملا پلانی اخونده! وه کرزی صاحبه! لاس به ورکوو د افغانستان استقلال به خوندي ساتو. داسې یو حکومت، پراخ بنسټه حکومت چې په‌کې ټول افغانان ازبک او تاجک دا ټول جمع وي."

محمود خان اڅکزي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې نړیوالو هم هلته د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی. طالبان وايي، حکومت یې لنډمهالی دی. د نړۍ هېڅ یوه هېواد هم تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالبان سره له دې چې اوسنی حکومت لنډمهالی بولي، خو وايي چې حکومت‌یې ټول‌شموله دی.

سعودي عرب د پاکستان په ګډون پر شپږو هېوادونو د پروازونو لګول شوي بندیزونه لري کړ

د پي ای اې الوتکه پر اسلام اباد هوايي ډګر د کوزېدو په حال کې. ۲۰۰۷، ۱۰م سېپټمبر

سعودي عرب د پاکستان په ګډون له شپږو هېوادونو څخه د مستقیمو پروازونو لګول شوی بندیز د ډیسېمبر پر لومړۍ نېټه لرې کړ.

د سعودي د ملکي هوايي چلند ادارې او د پاکستان سرکاري راډیو پر خپلو ویبپاڼو د دې خبر په پخلي کولو سره لیکلي چې د اندونیشیا، برازیل، ویتنام، مصر، هند او پاکستان څخه اوس سعودي عرب ته مستقیمې الوتنې ترسره کېدای شي.

سعودي حکومت د ۲۰۲۰ز کال په مارچ کې د کورونا د مخنیوي په خاطر له یادو شپږو هېوادونو څخه په مستقیمو پروازونو بندیز لګولی وو.

د بندیز پر مهال به د یادو شپږو هېوادونو مساپر مجبوره ول چې سعودي ته له داخلېدو وړاندې، لومړی په درېیم هېواد کې ۱۴ ورځې تېرې کړي خو اوس دا شرط لرې کړل شوی دی.

شمالي وزیرستان کې پوځ د څلور وسله والو د وژلو ادعا کوي

دا نښتې پر داسې مهال ترسره کېږي چې د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د روغې جوړې خبرې هم روانې دی.

پاکستاني چارواکي وايي، د ډیسېمبر پر لومړۍ نېټه د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې امنیتي ځواکونو څلور وسله وال طالبان وژلي دي.

یو امنیتي چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د ډیسېمبر پر لومړۍ نېټه ماښام د دته خېلو په کمه لګاډ سیمه کې امنیتي ځواکونه د لټون په عملیاتو بوخت ول چې له وسله والو سره مخامخ شول او د ډزو په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د نومبر پر ۲۸مه او ۲۹مه، د شمالي وزیرستان په میرلي او شوال کې، وسله والو پر پاکستاني عسکرو ډزې کړې وې چې په ترڅ کې یې یو عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي وو.

دا نښتې پر داسې مهال ترسره کېږي چې د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د روغې جوړې خبرې هم روانې دی.

بلېنکن: ناټو افغانستان کې د داعش په مبارزې تمرکز لري

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي، د ناټو متحدین په افغانستان کې د داعش خراسان په ګډون له ترهګرو ډلو سره په مبارزې باندې تمرکز لري.

انتوني بلېنکن دا خبره د ډسېمبر پر لومړۍ نېټه د لاتویا په پلازمېنه ریګا کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته کړې ده.

بلېنکن ویلي: "په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له ختمېدو درې میاشتې وروسته متحدین د داعش خراسان په ګډون له ترهګرۍ سره په مبارزې باندې متمرکزه دي او موږ هڅه کوو چې د ناټو لپاره یوه نوې ستراتېژيکه تګلاره برابره کړو څو ډاډمنه شي چې متحدین په یوه بدلېدونکې نړۍ کې نویو ګواښونو سره د مبارزې لپاره چمتو دي."

بلېنکن له افغانستان د خلکو د را ایستلو په ماموریت کې د ناټو له غړو مننه وکړه چې په ګډه‌ یې له امریکا سره د څه باندې ۱۲۰ زره کسانو په را ایستلو کې مرسته وکړه.

کراچۍ کې د سیند د وکیلانو ټولنې سېکرټر ووژل شو

د کراچۍ پولیسو چارواکي وايي، مهر خپل بچي ښوونځي ته رسولي ول او کور ته پر لار وو چې ورباندې حمله وشوه.

د کراچۍ د ښار پولیسو یوه مشر قمر رضا جسکاني مشال راډیو ته وویل، د ډسېمبر پر لومړۍ نېټه سهار شاوخوا اته بجې پر موټرسایکل سپرو وسله والو په ګلستان جوهر سیمه کې د عرفان علي مهر پر ګاډي ډزې وکړې او هغه یې ژوبل کړ.

د ده په خبره، مهر خپل بچي ښوونځي ته رسولي ول او کور ته پر لار وو چې ورباندې حمله وشوه.

جسکاني وايي، نوموړی روغتون ته د انتقالېدو پر وخت ومړ.

د کراچۍ د وکیلانو ټولنې د نوموړي د وژنې پرضد د احتجاج په توګه د ډسېمبر پر لومړۍ نېټه کاربندیز اعلان کړی دی او له حکومته یې غوښتي دي چې په برید کې دې ککړ کسان ونیسي.

تر اوسه معلومه نه ده چې مهر چا او ولې وژلی دی خو پولیس وايي، د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

قریشي: د او ای سي راتلونکې غونډه کوربه دې پاکستان وي

د او ای سي لوګو

پاکستان د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان (او ای سي) ته د راتلونکې غونډې د کوربه توب وړاندیز کړی دی.

تمه ده د ۵۷ اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د راروانې میاشتې په غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو د تېر اګست په میاشت کې واک ته تر رسېدو وروسته د جدي بشري وضعیت په اړه زیاتې خبرې وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د نومبر پر ۲۹مه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلې چې پاکستان د سعودي عرب لخوا د او ای سي د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې غېر معمولي غونډې د رابللو د ګام ستاینه کوي او دوی ورته د دسمبر پر ۱۷مه په اسلام اباد کې د دغه غونډې د ترسره کولو وړاندیز کړی دې.

تمه ده چې د تېر اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې تر راتللو وروسته به د او ای سي د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دا تر ټولو لویه نړیواله غونډه وي. خو د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان له اړخه د دې ممکنه غونډې په باب لا څه نه دي ویل شوي.

مرستندویه او د بشري حقونو ادارو په افغانستان کې پر حالاتو سخته اندېښنه ښودلې. دغه ادارې وایي د افغانستان د ابادۍ له نیمایي نه زیات خلک دا وخت د ژمي له راتګ سره د خوراک له سخت کمي سره مخامخ دي.

طالب چارواکي: ننګرهار کې دوه تنه داعش وسله وال په نښته کې وژل شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په ننګرهار کې طالب چارواکي وایي چې د جلال اباد لومړۍ ناحیې اړوند زنګویي سیمه کې یې د داعش وسله والو په استوګنځي عملیات ترسره کړي چې د نښتې پر مهال یې دوه تنه داعش وسله وال وژلي او یو تن یې ژوندی نیولی دی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست یو تن کارکوونکي رسنیو ته په استولي پېغام کې پېښه تاییدوي او زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د دوی امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ذکر وړ ده چې یا عملیات د جلال اباد ښار زنګویي سیمه کې په يوه کور د سهار په درې نیمو بجو پیل شوي وو او د سهار تر اتو بجو پورې یې دوام وکړ چې د سپکو او درنو وسلو د ډزو اوازونه د ښار په بېلابېلو سیمو کې اورېدل کېدل.

شمالي وزیرستان: په دوو بریدونو کې یو عسکر مړ، دوه ژوبل

شمالی وزیرستان کې یو سرتیری وژل شوی او دوه نور ژوبل دي

په شمالي وزیرستان کې په دوو جلا جلا بریدونو کې د پاکستان پوځ یو عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.

امنیتي او استخباراتي چارواکيو مشال راډيو ته ويلي چې د نومبر پر ۲۹مه په ميرلي کې د وسله والو په بريد کې يو عسکر وژل شوی او د نومبر پر ۲۸مه په شوال کی وسله والو په بريد کې دوه نور ژوبل کړي دي.

چارواکي وايي، ژوبل عسکر یې د درملنې لپاره د میرام شاه پوځي روغتون ته وړل شوي.

امنیتي چارواکي وايي چې د برید نه پس په سیمه کې د وسله والو پرضد د لټون عملیات پيل کړي.

د بریدونو زمه واري کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.

د نومبر پر ۲۷مه د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې هم پر امنیتي ځواکونو برید شوې وو چې پکې دوه پوځیان وژل شوي وو.

د کویډ-۱۹ نوې بڼه اومیکران په ګڼو اروپايي هېوادونو کې راښکاره شوې ده

انځور له ارشيفه

ګڼو اروپايي هېوادونو په داسې وخت کې د کورونا وایرس د نوې بڼې (اومیکران) د لومړنیو کیسونو ثبتېدو اعلان کړی دی چې زیاتره هېوادونه د وایرس د مخنیوي لپاره سفري محدودیتونه لګوي.

اومیکران په لومړي ځل په جنوبي افریقا کې موندل شوی وو او وویل کېږي چې زیات خورېدونکی دی.

برېتانیا، ډنمارک، نیدرلینډ، بیلجیم، جرمني، چیک رېپبلک او اټلي هم په هغو اروپايي هېوادونو کې شامل دي چې پکې د کویډ- ۱۹ وایرس د نوې بڼې د کیسونو تصدیق شوی دی. دغسې په اسراییل، اسټریلیا، هانګ کانګ او کاناډا کې هم د اومیکران کیسونه ثبت شوي دي.

د روغتیا نړېوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د نومبر پر ۲۶مه اومیکران د وایرس په هغو بڼو کې شامل کړی چې په اړه یې دوی زیاتې اندېښنې لري.

د کاناډا چارواکو ویلي چې د نومبر پر ۲۸مه یې په هېواد کې د اومیکران دوه کیسونه مخې ته راغلي دي. د دوی په خبره دې کسانو نایجیریا ته سفر کړی وو.

د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې یې دوه عسکر وژل شوي‌

د پوځ د عامه اړيکو ادارې "ای اېس پي ار" د نومبر پر ۲۷مه ناوخته په یو بیان کې ويلي چې برید د نومبر پر ۲۷مه نېټه په دته خېلو کې پر پوځي پوسته شوی دی.

د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې د وسله والو په بريد کې د دوی دوه عسکر وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې "ای اېس پي ار" د نومبر پر ۲۷مه ناوخته په یو بیان کې ويلي چې برید د نومبر پر ۲۷مه نېټه په دته خېلو کې پر پوځي پوسته شوی دی.

اعلاميه زیاتوي چې په بريد کې د چترال اوسېدونکی ۲۲ کلن نيک رحمان او د ټانک اوسېدونکی ۲۲کلن لاینس نايک نيک عارف وژل شوي دي.

چارواکي وايي، په سيمه کې يې د وسله والو د لټون عمليات پیل کړي دي. د بريد ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په شمالي وزیرستان کې په دې وروستيو کې د پوځ او وسله والو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان او حکومت ترمنځ د لومړیو خبرو اترو په نتيجه کې د ډېسېمبر تر نهمې پورې ډز بندي اعلان شوې ده.

امریکا وايي، په ایران کې د سولييزه مظاهرچيانو پرضد تشدد اندېښمن کړي دي

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت وياند نيډ پرايس پر ټویټر پاڼه ليکلي چې د سولييزه مظاهرچيانو پرضد پرتشدده کاروايي په ژوره توګه اندېښمن کړی دی.

امريکا د ايراني حکومت له خوا د هغو مظاهره چيانو پرضد پر کاروايي ژوره اندېښنه ښودلې چې په دې هېواد کې يې د اوبو د سختې کمۍ له کبله احتجاج کاوه.

د ايران امنيتي ځواکونو د هغو مظاهره چيانو پرضد اوښکې بيوونکی ګېس استعمال کړی چې دوی يې په ډبرو ویشتل.

د احتجاج کوونکو شمېر نېږدې ۵۰۰ وو چې د اصفهان ښار په منځ کې تېرېدونکي زایند روډ پر وچه شوې برخه ولاړ وو او مظاهره يې کوله.

د ايراني پوليسو يو مشر حسن کريمي د نومبر پر ۲۷مه نېټه ويلي، دوی د مظاهرې ۶۷ مهم مشران او پارونکي کسان نیولي دي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت وياند نيډ پرايس پر ټویټر پاڼه ليکلي چې د سولييزه مظاهرچيانو پرضد پرتشدده کاروايي په ژوره توګه اندېښمن کړی دی.

هغه زیاته کړې چې د ايران خلک حق لري چې د خپلو ناهيليو په اړه غږ پورته کړي او د حکومت محاسبه وکړي.

نور وښیئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG