د لاسرسي ځای

تازه خبر

په یمن کې موټر بمي چاودنې ۳۷ کسان وژلي


د یمن په پلازمېنه صنعا کې د موټر بم چاودنې ۳۷ کسان وژلي دي.

د پولیسو چارواکي وايي، دا چاودنه د پولیسو تر یو روزنیز مرکز دباندې شوې ده چې تر ۶۰ زیات کسان پکې ټبي شوي هم دي.

عیني شاهدان او امنیتي سرچینې وایي، یو ځانمرګي له بارودو ډک موټر ته هغه مهال چاودنه ورکړه چې تر روزنه لاندې عسکر د حاضرۍ لپاره سره راغونډ شوي وو.

چا تر اوسه د دې چاودنې پړه نده منلې خو تر دې وړاندې القاعده شبکې د داسې بریدونو مسوولیتونه منلي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG