د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي خان وايي د حکومت لخوا ځانګړي عدالتونه به د ترهګرو د محاکمه کولو لپاره وي، دا به د مدرسو ، سیاست والو ، خبریالانو ، ولسي وګړو او تجارانو پرضد نه استعمالیږي.
نوموړي پرون په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال وویل د ترهګرو لپاره د ځانګړو عدالتونو د جوړولو موخه دا نه ده چې ګوندې د ملک عدالتي نظام د باور وړ نه دی. نوموړي زیاته کړه :
(( دا مهال ملک د ازمون له شېبو نه تیریږي او په داسې وختونو کې حکومت غیر معمولي پریکړو کولو ته اړکیږي. پوځ ، پولیس او امنیتي ادارې به ترهګر په ځانګړو عدالتونو کې مخامخ کوي او هغوی ته به د ځان د دفاع پوره حق ورکول کیږي. ))
چودري نثارعلي خان دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د پاکستان قومي اسمبلۍ په یویشتم اييني ترمیم او ( ارمي ایکټ ) کې د بدلون بلونه د بحث لپاره منظور کړل.