د افغانستان ولسي جرګه نن د حکومتي کابیني په اعلانېدو کې د ځنډ پر مسله بحث کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسې جرګې د ملي وحدت حکومت ته یوه اوونۍ وخت ورکړی وو چې کابینه ور وپېژني.
د ملي شورا د بهرنیو اړیکو مشر عبدالقادر وطن دوست ځاځي پرون (جمعه) ناوخته مشال راډیو ته وویل، په نننۍ غونډه کې به پر دې بحث وشي چې د نوي کابینې لپاره پر حکومت څه فشار واچول شي.
دا له هغه وروسته ده چې د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني د سپټمبر میاشتې پر ۲۹م نېټه د خپلې دندې سوګند پورته کړی وو او ویلي یې وو چې په لنډ وخت کې به نوې کایبنه اعلان کړي.