په لغمان کې د سړک تر غاړې ښخ بم په چاودنه کې دوه سرتېري وژل شوي او دوه ټپیان دي.
د ولایت ویاند سرحدي ځواک مشال راډیو ته وویل، پېښه نن سهار د قرغیو په ولسوالۍ کې هغه مهال شوې چې د ملي اردو سرتېري په خپل ګاډي کې روان ول.
نوموړي زیاته کړه چې نن (چارشنبه) سهار وختي په الینګار ولسوالۍ کې دوه وسله وال د خپل ښخ کړي بم په چاودنه کې ووژل شول. وسله والو طالبانو د قرغیو په ولسوالۍ کې د ملي پوځ پر ګاډي د بمي چاودنې پړه منلې.