د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلامي هيوادونو امن کانفرس به په پېښور کې کوي


د اسلامي ملکونو کانفرس يا ((OICاو آئی سي)) عمومي سیکتر الياس امين مدني ويلي چې د پېښور د خونړۍپېښي په تناظر کې د اسلامي هيوادونو امن کانفرس به په پېښور کې کوي چې د ترهګري پرضد ګډه سټراټیجې جوړه کړل شي.

د پاکستان سرکاري خبري اژانس اي پی پیترمخه د او آئی سي عمومي سیکتر الياس امين مدني پرون په پېښور کې د سي ايم ايچ روغتون دوره وکړه، او په آرمي پبلک سکول کې د وسلوالو طالبانو په خونړي بريد کې ژوبلو ماشومانو خيريت يې مالوم کړ. په دغه موقع نوموړي د اسلامي هيوادونو کانفرس لخوا د پاکستان حکومت او ولس سره د مرستو څرګندونه وکړه.

الياس امين په علماو زور راوړو چې د ترهګری حوصله شکني وکړي او زیاته یي کړه چې په پېښور کې کوم وحشت شوی، په اسلام کې د دې لپاره هيڅ ځاي نشته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG