د لاسرسي ځای

تازه خبر

هیڅوک روس نشي یوازې کولی


د روس ولسمشر ولادیمیر پوټن خبرداری ورکړی چې هیڅ هیواد روس ته ګواښ نه شي پېښولای او نه یې يواځې کولای شي.

پوټن پرون په ماسکو کې د روس د امنیتي ځواکونو د ملي ورځې په مناسبت په وینا کې وویل چې داسې هڅې په تېرو پيړیو کې هم شوې خو هیڅ څوک نه دي توانیدلي چې روسیه يواځې کړي.

د روس ولسمشر چې له زیاتو غربي هیوادو سره یې اړیکې د اوکراین د بحران پر سر خرابې شوې، وویل چې له خطرونو او ستونزو سره د مبارزې لپاره باید د ماسکو د استخاباراتي ادارو صلاحيت ښه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG