د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ مشر د شپږو کسانو د اعدامولو کاغذونه لاسلیک کړي


د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف د ترهګرۍ په تور د شپږو زندانیانو د اعدامولو رسمي کاغذونه یا وارنټونه لاسلیک کړي.

د پوځ عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار بېګا په یوه لنډ بیان کې دا کسان ((خطرناکه ترهګر)) بللي او ویلي یې دي چې دوی ته پوځي عدالتونو پخوا د مرګ سزا اورولې وه.

ای اېس پي ار د دې کسانو نومونه نه دي په ډاګه کړي. بلې خوا ته د پاکستان کورنیو چارو وزارت د ۱۷ داسې بندیانو نومونه خپاره کړي چې ورته به د مرګ سزا ورکول کېږي.

په دوی کې د عقیل چې د ډاکتر عثمان په نوم هم پېژندل کېږي، کامران، احسان عظیم، عمر ندیم، زاهد، اخلاص احمد چې د روسي په نوم هم یادېږي، ارشد محمود، غلام سرور، زبیر احمد، عطاالله، محمد اعظم، محمد بهرام خان، شفقت حسین، محمد علي، ارشد محمود، جلال او عبدالرزاق شامل دي.

XS
SM
MD
LG