د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۳ تنه له ځانمرګو واسکټونو سره نیول شوي


د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي،چې نن سهار وختي امنيتي ځواکونو د بهسود ولسوالۍ اړوند د بلندغر په سیمه کې ۳ تنه چې په یوه زرنج موټرسایکل کې سپاره وو، له دوو ځانمرګو واسکټونو سره نیولي دي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال، د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل:

د نيول شویو کسانو په اړه ورته د کونړ کشفي موظفینو له وړاندې نه اطلاع ورکړې وه، چې اوس په قومندانۍ کې ترې څيړنې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG