د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د ګوزڼ ناروغۍ ضد مهم پیل شوې


پولیټکل چارواکو د سېشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل: چې په دې کمپاین کې به شاوخوا شپږ اویا زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکې ورکول کېږي.چې په دې مهم کې لږ تر لږه دوه سوه ټیمونه برخه اخلي.

په واڼه کې د وسله والو لخوا د بندیز لګولو رورسته دا مهم شاوخوا دوه نیم کاله پس کیږي.

چارواکې وايي، په دغه سیمه کې د ګوزڼ ۱۸ کیسونه رپورټ شوي دي.

په سوات کې همد ګوزڼ نوی کیس رجسټر شوی دی، دسیمې د صحت چارواکي وايي په خوازه خیله کې یو دوه کلن ماشوم ګوزڼ وهلی دی دا په سوات کې په تېرو پنځو کلونو کې د ګوزڼ لومړی کیس دی.

دا راز په پاکستان کې سږکال د ګوزڼ کیسونو شمیره د ۲۶۰ نه اوښتې ده چې په نړۍ کې یې ډېرې انديښنې راپورته کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG