د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګو کې ځانمرګی بریدکوونکی تر برید مخکې ووژل شو


چارواکي وایي چې د خېبر پښتونخوا هنګو ضلعې په دوابۍ سیمه کې امنيتي ځواکونو د سېشنبې ماښام دوه بریدکوونکي خپل هدف ته تر رسېدو وړاندې وژلي دي.

چارواکي وايي، په بریدکوونکو کې یوه ځانمرګي د حملې پر مهال خپلځان والوځولو او بل یو امنیتي ځواکونو ووژلی.

د هنګو پولیسو مشر ډي پي او انور کنډي مشال راډيو ته وویل، چې بریدکوونکي له اورکزو څخه راغلي ول او غوښتل يې چې پر امنیتي پوسته ځانمرګی برید وکړي خو د هغوی پلان ناکامه کړل شو.

دی زیاتوي چې د وژل شوو بریدکوونکو مړي یې په ولکه اخیستې دي او په اړه یې پلټنه کوي.

د دغه پیښې پړه لا تراوسه چا پر خپل سر نه ده اخیستې.

هنګو ضلعه هغه بندوبستي سیمه ده چې پوله یې له اورکزو ایجنسۍ سره لګېدلې ده چې پکې له ۲۰۱۰م کال راهیسې د وسله والو طالبانو خلاف پوځي عملیات روان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG