د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مایکل کوخ له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
ښاغلي کوخ نن په بلخ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ۲۰۱۶ میلادي کال ترپایه به جرمني هرکال له افغانستان سره ۴۳۰ میلیونه یورو مرسته کوي.
نوموړي وویل دا مرستې به په پنځو شمالي ولایتونو کې د لوړو زدکړو، د قانون د حاکمیت او د اوبو او انرژی د برابرولو په برخوکې ولګول شي.
مایکل کوخ زیاته کړه د ۲۰۱۴ م کال له پایته رسیدو وروسته به سلګونه جرمني افسران د افغان امنیتي ځواکونو په روزولو کې هم رول ولري.