نن د جمعې پر ورځ د پاکستان وزیراعظم میا نواز شریف د ملګرو ملتونو عمومي جرګې غونډې ته وینا کوي.
په نیویارک کې د ډیوه راډيو د خبریال له وینا سره سم، تمه ده چې نواز شریف به د پاکستان د بهرنیو چارو د تګلارې په اړه خبرې وکړي.
ټاکل شوې چې نواز شریف به له هند او د افغانستان له نوي ټاکل شوي ولسمشر او د هغه له حکومت سره پر اړیکو وغږېږي.
نواز شریف به د سختدریځۍ پر ضد د مبارزې او په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي پر هلو ځلو هم عمومي جرګې ته مالومات ورکړي.