د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې د ترکي تښول شوي ډیپلوماتان خوشي شو


د ترکیې وزيراعظم احمد داوود اغلو وویل چې هغه ۴۹ ترکي ډيپلوماتان چې د عراق په شمال کې برمته شوي وو، خوشي شول او روغ رمټ ترکیې ته ستانه شول.

د ترکي وزيرعظم نن (شنبه) وويل دغه کسان چې روان کال د جون میاشت په وروستیو کې د موصل په ښار کې د اسلامي دولت وسله والو برمته کړي وو، د اطمينان وړ حالاتو کې وو.

نوموړي د دغه کسانو د خوشې کولو د څرنګوالی په اړه څه نه دي ويلي خو دومره يې وويل چې استخباراتي ادارې په خپله طريقه خوشې کړي دي.

په يرغمال شوو کې کونسل جنرل، یو شمیر ډیپلوماتان، پوځیان او ماشومان وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG