په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش ويلي، د افغانستان لپاره د ملي یووالي تر حکومت بله ښه لار نشته.
نوموړي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته له کابله د خپل ویډیویي راپور د وړاندې کولو پرمهال کړې دي.
یان کوبېش خبرداری ورکړ چې د افغانستان ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدان باید په یوې یا دوو ورځو کې د ملي یووالي پرحکومت جوړجاړی وکړي څو هیواد د کړکېچ له خطره وژغوري.
ملګرو ملتو د افغانستان د درغلۍ د لسشمرۍ د دویم پړاو ټاکنو د رایو پلټنې وکړه.
ټاکل شوې چې د دې پلټنو پر اساس د ټاکنو نتیجه ژر اعلان شي.