د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه نه کوي'


پاکستان د افغان حکومت هغه دعوې ناسمې وبللې چې ګواکې دوی یې په کورونو چارو کې لاسوهنه کوي او یا هم دغه هېواد ته د جنګیدو لپاره وسله وال لیږي.

د پاکستان سرکاري راډیو په خپله وېبپاڼه د خارجه چارو د وزارت لخوا پرون«نهې ورځ» د جاري شوې یوې اعلامیې په حواله وېلي چې د افغانستان له اړخه لګول شوي تورونه بې بنیاده دي او بد اثرات لري.

په اعلامیه کې ویل شوي چې افغانستان او پاکستان به په همکارۍ سره ځانونه له ترهه ګرۍ خلاصوي، او دا چې افغان حکومت دې په دغه هېواد کې پټ شوي د تحریک طالبان پاکستان مشران ورته حواله کړي.

دیادونې وړ ده چې د تېر خالي پر ورځ افغانستان/ د پنجابي طالبانو په هغه بیان سخت ردعمل ښودلی وو چې پکې ویل شوي وو/ پاکستان کې کاروایانې بندوي او افغانستان کې به وسله وال بریدونه جاري ساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG