د ولسمشرحامد کرزي ویاند وایي، د پغمان ولسوالۍ د جنسي تیري د پیښې مجرمین باید ژرترژره اعدام شي.
ایمل فیضي وویل، ولسمشر به د دغو جنایتکارانو د سزاکولو امر په لاسلیکولو کې هېڅ ځنډ ونه کړي.
فیضي زیاته کړه،چې ولسمشر د هېواد له قاضي القضات او لوی څارنوال سره دغه موضوع په خپله تعقیبوي او د سختې سزا ورکولوغوښتنه یې کړې ده.
نژدې لس ورځې مخکې د کابل- پغمان په لاره اتو تنو د یوه موټر پرڅلورو ښځینه سورلیو جنسي تیری وکړی وو.
د پولیسو په وینا په دې تړاو شپږ تنه نیول شوې دي او پولیس د دوو نورو د نیولو په لټه کې دي.
نیول شویو کسانو پرون په کابل کې د رسنیو پر وړاندې خپل جرم ومانه.