د پاکستان په قبایلي سیمو کي د پرون راهيسې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو نوی کمپاین پیل شوی چې شاوخوا اووه لکه ماشومان به په کې واکسین شي.
روغتیایي کارکوونکو خبرداری ورکړی چې د افغانستان پولي ته نږدي ځینو سیمو کې د امنیتي ستونزو له وجې ممکن شاوخوا دري لکه ماشومان د پولیو له واکسین څخه محروم شي.
پاکستاني طالبان او نورې سختدريځه ډلې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د واکسین د کمپاین مخالفت کوي او فکر کوي چې دا کار د امریکا لپاره د جاسوسۍ په مقصد ترسره کیږي.
د ۲۰۱۲ م کال ډسمبر میاشتې راهیسې د پولیو د کمپاین پر ټیمونو باندې په بريدونو کې شاوخوا ۵۶ روغتیایي کارکوونکي وژل شویدي.
په پاکستان کې تر دې دمه د پولیو ۹۱ پېښې ثبت شوي دي.
په نړۍ کې پاکستان، افغانستان او نايجیریا هغه هیوادونه دي چې د پولیو ناروغي لا اوس هم پکې موجوده ده.