د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې هوايي برید ۱۱ تنه وسله وال وژلي


په غزني کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۱۱ وسله وال وژل شوي دي. د ګېرو ولسوال عبدالله خیرخوا مشال راډیو ته وویل، برید بېګا د ګېرو ولسوالۍ په یوه کور کې پر ورغونډو شویو وسله والو وشو چې پکې اووه وسله وال ژوبل هم شول. ده زیاته کړه چې په وژل شویو کې شپږ بهرني او پینځه کورني وسله وال دي.

بلخوا د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک نن( جمعه) مشال راډيو ته وویل، بېګا د کوټه تور په سیمه کې څلور وسله وال وژل شوي او یو ژوبل دی.

ده وویل، په یوه بله پېښه کې نن سهار د کابل – جلال اباد پر لویه لار وسله والو پر یوه شخصي کانټینر ډزې وکړې او ډرېور یې وواژه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG