د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی پوځ په وزیرستان کې د ۳۰ وسله والو وژلو دعوه کوي


د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال شاوخوا ۳۰ وسله وال وژل شوي دي.

د پوځ په بیان کې ویل شوي، دا ۳۰ وسله وال په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

بیان وايي، په بمبارۍ کې د وسله والو شپږ پټنځایونه هم ړنګ کړل شوي دي.

بیان زیاتوي، بمبارۍ په دته خېلو، مرسي خېلو او کمشام کې شوي دي.

ازادې سرچینې د پاکستاني پوځ د ادعاو پخلی نه کوي.

وسله والو هم لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG