د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې وسله والو د امن کمېټۍ غړی وژلی دی


په سوات کې وسله والو د امن کمېټۍ یو غړی د جومات دننه وژلی دی.

د مینګورې رحیم اباد تاڼې محرر رحمت علي د چارشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، وژل شوی کس د تخته بند اوسېدونکی وو او عمر حیات نومېده.

ده وویل، وسله والو دی هغه وخت وواژه چې د ماسخوتن (ماخوستن) لمانځه لپاره جومات ته تللی وو.

تر پېښې وروسته پولیس او پوځ په ګډه سیمه په خپله ولکه کې واخیسته او د وسله والو لټون یې پیل کړ.

د امن کمېټۍ د غړي د وژنې پړه چا نه ده منلې.

په سوات کې وخت په وخت وسله وال د امن کمېټیو غړي او مشران وژني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG