د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د ټاکنو نتیجې به پر خپل وخت اعلان شي”


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميشن وايي د راى شمیرنې پروسه به له ځنډ پرته مخې ته بيایي او د ټاکنو نتيجې به پرخپل ټاکلي وخت اعلان شي.

د دې کميشن وياند نور محمد نور د جمعې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې کميشن له کانديدانو، ملګرو ملتونو او نورو ادارو سره د رايو په اړه سياسي بحث ته حاضر دى.

د افغانستان د ولسمشرۍ دويم ځلي انتخابات چې د جون پر ۱۴ مه ترسره شو، اشرف غني احمدزى او عبدالله عبدالله يې کانديدان وو.

خو ښاغلى عبدالله وايي چې په دغو ټاکنو کې د ده د سيال کانديد اشرف غني په ګټه پراخې درغلۍ شوې دي.

پرون هم د ښاغلي عبدالله په لسګونو پلويانو په کابل کې مظاهره وکړه. خو اشرف غني بيا دغه تورونه رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG