د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزي له شمالي وزیرستانه له راغلو کډوالو سره د مرستو غوښتنه کړې


افغان ولسمشر حامد کرزي له شمالي وزیرستانه افغانستان ته له ورغلیو کډوالو سره د سمدستي مرستو غوښتنه کړې ده.

کرزي د تېرې پنجشنبې پر ورځ په خپله راډیويي وینا کې وویل، اړونده حکومتي ادارو ته یې سپارښتنه کړې ده چې بې کوره شویو کسانو ته د روغتیايي او نورو مرستو رسولو هڅه وکړي. ده له افغان وګړو هم د شمالي وزیرستان له کډوالو سره د مرستې غوښتنه وکړه.

په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله شاوخوا پینځه لکه خلک بې کوره شوي دي چې پکې زرګونه افغانستان ته تللي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG