د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو له غزني څخه محصلين تښتولي دي


نن( شنبه) تر غرمې وروسته د غزني پوهنتون څلور تنه محصلين کابل ته روان وو چې د روضې په سيمه کې يې وسله والو موټر درولی او څلور واړه يې ورڅخه تښتولي دي.


وسله والو دغه کسان له ځان سره ناڅرګند ځای ته لېږدولي او تر اوسه يې په اړه کوم مالومات نه دي ورکول شوي.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي پېښه تاييدوي او وايي، د محصلينو د راخوشې کولو لپاره يې هڅې روانې دي.

څو ورځې وړاندې وسله والو په دغه ولايت کې د کندهار پوهنتون اووه دېرش تنه استادان او محصلين تښتولي وو، چې تر اوسه يې مړی ژوندی نه دی مالوم.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG