د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د سولې عالې شورا مرستیال له یو ځانمرګي برید روغ ووت


افغان امنیتي چارواکي وايي د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر معصوم ستانکزى له يوه ځانمرګي بريده روغ وتلى، خو په دې پېښه کې یو عام وګړی وژل شوی.


د کابل امنیې قومندان جنرال ظاهر مشال راډیوته وویل چې دا ځانمرګي برید نن (شنبه) سهار شاوخوا اوه بجې پنځمې د پولیسو امنیتي حوزې پورې اړونده سیمه کې هغه وخت وشوه چې ستانکزی د کار په لور روان و.

هغه زیاته کړه «کله چې د سولې عالي شورا د درالانشا رییس معصوم ستانکزی له سیمې تیریده د یوه موټر په واسطه چې پکې چاویدونګي مواد ځاي پر ځاي شوي و چاودنه وشوه چې پکې یو تن عام وګړی ووژل شوی او یو بل هم ټپي شو ښاغلی ستانکزی کامله روغ دی.»


لاتراوسه د دې پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی او معصوم ستانکزي هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

معصوم ستانکزی درې کاله وړاندې کله چې د سولې د عالي شورا پر رییس برهان الدین رباني د هغه په کورکې ځانمرګی بریده وشوه هم سخت ټپی شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG