د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ په هوایي ډګر کې ټول وسله وال وژل شوي دي


کراچۍ - چارواکي وایي په کراچۍ کې د جناح نړیوال هوایي ډګر یې له حمله کونکو پاک کړی دی او دغلته ننوتې ټول لس وسله وال یې وژلي دي . دغه برید د یکشنبې په شپه یولس نیمې بجې پیل شوې و چې پنځه ګینټې یې دوام ولرو. د سیند صوبې اعلا وزیر سید قایم علي شا نن سهار خبریالانو ته وویل د حملې له امله د امنیتی سرتیرو په ګډون ۲۳ کسان وژل شوي دي .


((موږ ته لوي زیان دا اوښتی دی چې دیارلس کسان مو وژل شوي دي ،لس بریدګر هم ددې حملې ښکار شوي دي . په هوایي ډګر کې دننه چاودنې شوي دي او د هغې له امله یوې ودانۍ ته اور لګیدلی دی ))

قایم علي شاه زیاته کړه په وژل شویو کسانو کې د هوایي ډګر ساتونکي (ای ایس ایف)،پولیس ،رینجرز،د هوایي چلند د ادارې او د پاکستان د نړیوال هوایي شرکت (پي ایي ای) غړي او سرتیري شامل دي .

د پاکستان د وسله وال فوځ د عامه اړیکو ویاند عاصم سلیم باجوه لخوا د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼه ټویټر کې ویل شوي د برید په مهال د پاکستان د وسله وال فوځ سرتیرو د هوایي ډګر د ساتونکو او رینجر ځواکونو سره مرسته کړې، د هغه په وینا اوس مهال عملیات ختم شوي او سېمه له وسله والو څخه پاکه شوې ده .

خو د کراچۍ د هوایي ډګر له کارګو کمپلکس څخه ددې رپورټ تر جوړیدو لا هم لوګي خیژي او د اور وژنې ګاړي او ایمبولانسونه اغیزمنې سېمې ته وروران دي .

د کراچۍ د جناح روغتون مشرې ډاکټرې سیمی جمالي نن ماسپخین له مشال ریډیو سره په خبرو کې ویلي تر دې دمه دغې روغتون ته ۱۹ مړي او ۲۲ ژوبل کسان هم وروړل شوي دي .

تر برید وروسته د کراچۍ نړیوال هوایي ډګر د هر ډول پروازونو پر مخ تړل شوی دی او په دغه میدان کوزیدونکو الوتکو ته د سیند صوبې په نوابشاه هوایي میدان د کوزیدو ویل شوي دي .

د پاکستان د نړیوال هوایي شرکت ویاند مشهود تاجور مشال ریډیو ته ویلي د عملیاتو د ختمیدا روسته به د کراچۍ هوایي میدان د پروازونو لپاره خلاص کړي:

((دې وایي د خدایي په فضل الوتکو ته زیان نه دی اوښتی،اوس په میدان کې چانیز عملیات روان دی ، چې دا سرته ورسیږي نو موږ به نن د ماسپیخین او مازیګر ترمنځ هوایي میدان د پروازنو لپاره خلاص کړ))

د امنیتي ځواکونو رینجرو مشر میجر جنرل رضوان اختر نن (دوشنبې) سهر خبریالانو ته وویل د زیاتره حمله کونکو سره کلاشنکوفونه و، د هغه په وینا درې حمله کونکو ځانونه الوزولي او پاتې اووه د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوي دي:

((زموږ دا شک دی چې حمله کونکي بهرنیان دي ، موږ خپلو کې په دې خبرې هم کړي دي او شاید دا ازبک وي . د زیاتره وسله والو سره ای ـ۴۷ ډوله کلاشنکوفونه ول، دا نه ده مالومه چې دا وسله له بهره راغلی که د ملک دننه دوي ترلاسه کړې ده ، موږ په دې اړه پلټنې کوو))

وسله والو طالبانو د کراچۍ په هوایي میدان د ترسره شوې حملې پړه منلې ده . نن سهار د نامالوم ځایې څخه د ټلیفون په کرښه د وسله والو طالبانو مرکزي ویاند شاهد الله شاهد مشال ریډیو ته ویلي دوي دا برید ددوي د مشر حکیم الله محسود د وژنې بدله ګڼي .

هغه زیاته کړه دوی دا برید مخکې تنظیم کړې و، خو د مذاکراتو له وجې یې ځنډولی و. ددوي لس ملګرو په دې برید کې برخه لرله چې ټول په دې حمله کې وژل شوي دي .

یاده دې وي ددې د ۲۰۱۱ کال د مې په میاشت کې د کراچۍ د نړیوال هوایي میدان سره نېږدې د پاکستان د سمندري ځواکونو په هوایي میدان مهران ائیربیس ورته حمله شوې وه چې درانه تلفات یې لرلې و. ددغې برید پړه هم وسله والو طالبانو منلې وه .
XS
SM
MD
LG