د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د بریتانیوي ځواکونو د لوژستیک قومانداني تبدیله شوه


په افغانستان کې د بریتانیوي ځواکونو د لوژستیک قومانداني د وروستي ځل لپاره تبدیله شوه.


د بریتانیا دفاع وزارت وایي، دا نوی مشرتابه به له فغانستان څخه د انګلیسي ځواکونو او وسایطو د ایستلو چارې تنظیموي.

د بریتانوي ځواکونو د لوژستیک د قوماندانۍ نوی مشرتابه به د روان عیسوي کال تر پایه په افغانستان کې شاوخوا پنځه زره عسکر وساتي او په تدریجي ډول به د خپلو ځواکونو او پوځي وسایلو شمېر راکم کړي.

د بریتانیا دفاع وزارت وایي، د لوژستیکي قوماندانۍ نوی ټیم په داسې حال کې هلمند ولایت ته رسیدلی چې د روان عیسوي کال په پای کې په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو جنګي ماموریت پای ته رسیږي.

د دې ټیم اصلي دنده وطن ته د پوځیانو بېرته ستنول او د پوځي وسایطو انتقال دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG