د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستان له خوا پر جیو ټېلي ویژن بندیز یوه سیاسي حمله ده"


د بخښنې نړیوالې ادارې ایمنسټي انټرنیشنل په جیوټېلي ویژن بندیزونه غندلې او دغه یې یوه سیاسي حمله ګرزولېده اداره وایي چې دغه خبري شبکه ځکه په نښه شوې، چې د پوځ خلاف یې خبرې کړي.

د پاکستان د رسنیو د نظم ادارې پیمرا د جمعې پر ورځ د شخصي ټېلي ویژن چینل جیو اجازت نامه د پنځلسو ورځو لپاره منسوخ کړه.

پر جیو ټي وي دا بندیزونه له هغې وروستو لګول شوي، کله چې د اپریل په میاشت کې د دغه چینل پر یو خبریال حامد میر د حملې تور د پاکستان پر استخباراتي ادارې آی ایس آی ولګېد. پر جیو ټي د یو کروړو روپو جرمانه هم لګیدلې چې په پنځلسو ورځو کې به یې ورکوي.

بلخوا جیو نیوز د جمعې پر ورځ ویلي دوی به په آی ایس آی او د دفاع پر وزارت د دغه چېنل د بدنامولو پر ضد مقدمه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG