د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې د شام ولسمشریزو انتخاباتو ستایته کړې


روسیې د شام ولسمشریزو انتخاباتو ستاینه کړې ده چې پکې بشارالاسد په واک کې پاتې شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند الېکساندر لوکاشېوېچ ومنله چې د جون درېیمې انتخابات ((سل په سله ډیموکراټیک نه ول)) خو ویې ویل چې مسکو د دې قانونیت په اړه د شک کولو هېڅ دلیل نه لري.

لوکاشېوېچ وویل، دا ((د منلو وړ نه ده چې د میلیونونه شامیانو نظر له پامه وغورځول شي.)) ده پر هغو هېوادونو انتقاد وکړ چې د شام انتخابات یې غندلي ول.

د جون پر څلورمه نېټه د شام د پارلېمان مشر وویل، اسد شاوخوا ۸۹ فیصده رایې اخیستې دي او په انتخاباتو کې ۷۳ فیصده خلکو ووټونه اچولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG