ایرانیو چارواکو د دې ګام پورته کول په افغانستان کې سږ کال د تاریاکو د زیاتېدونکي پیداوار اټکل بلل دی.
اسوشیټډ پریس په یو رپوټ کې ویلي چې ایران له افغانستان څخه د مخدرو موادو د ورتګ د مخنیوي لپاره له دې هیواد سره پر خپله پوله کندې او دېوالونه جوړوي.
ایراني چارواکي وايي چې د پولو د بندولو او څارلو پر پروژو یې شپږویشت میلیونه ډالره لګولي دي.
ایران له افغانستان او پاکستان سره د خپلې پولې په ډېرو برخو کې ازغن سیمونه نصب کړي او یا یې دېوالونه او کندې جوړې کړي دي.