د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د ولسمشر بشارالا سد له نژدې ملاتړو وغوښتل چې د شام درې کلنه جګړه پای ته ورسوي.
جان کېري د چارشنبې په ورځ بیروت ته د یو ناڅاپي سفر پر مهال پر ایران ، روس او د لبنان د حزب الله پر شیعه ملېشو ږغ وکړ چې د شام د جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي هڅې وکړي.نوموړي د ملګروملتونو له هغو ادارو سره د ( دوه سوه نوي ) میلیونه ډالرو د مرستې اعلان هم وکړ چې په سیمه کې د شام د کډوالو لپاره کار کوي.
ده د سوریې د سې شنبې د ورځې انتخابات، چې اسد پکې په لوی اکثریت بریالی اعلان شو، رد کړل او هغه یې یو لوی صفر وباله.