د لاسرسي ځای

تازه خبر

الطاف حسین په خپلو پلویانو د پر امنه اوسيدو غږ وکړ


د متحده قومي موومنټ مشر الطاف حسېن د خپل ګوند پر پلویانو ږغ کړی دی چې پرامنه و اوسي.

د یاد ګوند چارواکي وایي ، دا له هغه وروسته ده چې دوی په لندن کې د خپل ګوند له نیول شوي مشر الطاف حسېن سره د ټلیفون له لارې په خبرو کې بریالي شو.

د متحده قومي موومنټ د مطبوعاتي څانګې مسول قمرمنصور نن (پنجشنبه) سهار مشال راډیو ته وویل چې تر دې وروسته به هم په کراچۍ او نورو ځایونو کې احتجاجي ناستې دوام ولري ، خو کاروبارونه به خلاص وي .

د ایم کیو ایم ګوند لخوا تر دې اعلان وروسته د کراچۍ په یو شمیر برخو کې بازارونه خلاص شوي او د ژوند عادي حالت ته راګرځېدل پیل شوي دي.

یاده دې وي چې د ایم کیو ایم ګوند مشر الطاف د جون په دریمه نیټه د لندن پولیسو د ناقانونه پیسو د ساتلو په تور نیولی دی .

د الطاف حسین د نیولو روسته ددغه ګوند کارکنانو په کراچۍ کې مظاهرې شورو کړي چې له امله یې تېره ورځ په دغه ښار کې کاروبارونه او تعلیمي ادارې په مکمله توګه تړل شوې وې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG