امریکايي ولسمشر باراک اوباما په وارسا کې له نوي ټاکل شوي اوکرایني ولسمشر پیترو پوروشېنکو سره شخصي لیدنه کړې ده چې ورته له کیف سره د واشنګټن د ملاتړ ښودنه وکړي.
نننۍ لیدنه تر هغې یوه ورځ وروسته شوې ده چې اوباما د یو ارب ډالرو لګولو ژمنه وکړه چې په عارضي توګه اروپا ته نور امریکايي سرتېري واستوي.
ناټو پر روسیې تور پورې کوي چې د اوکراین په ختیځ کې د بغاوت شاته ده خو مسکو له دې توره انکار کوي. مسکو البته پر دې خبرې ټینګار کوي چې په سیمه کې د روسي ژبیو وګړو د ساتنې حق لري.