د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان: بمي چاودنې ٣ پاکستاني عسکر ووژل


د شمالي وزيرستان له نوشېر کلا سیمې سره د پاکستاني ځواکونو پر کاروان د سړکغاړې دوو پرله پسې بمي چاودنو درې عسکر وژلي او دوه ژوبل دي.


د پاکستاني پوځ د عامه اړيکيو دفتر«ISPR» په يوه خپاره کړي بيان کې ويلي چې د سړکغاړې دغه چاودنې د پنجشنبې پر سهار د شمالي وزيرستان او بنو پر پوله په نوشېر کلا سيمه کې د دوی د عسکرو پر موټر شوې، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ٣ عسکر وژل شوي او ٢ نور ټپيان شوي دي.

د پاکستان پوځي چارواکي وايي، چې د پېښې ټبيان يې د بنو پوځي روغتون ته لېږدولي دي، چې د يوه عسکر حالت پکې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

پر پاکستانیو ځواکونو په دې ورورستیو کې په وسله والو بریدونو او بمي چاودنو کې تر هغې وروسته ډېر والی راغلی، چې د دې هیواد د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې، چې د روان کال په فبرورۍ کې پیل شوې وې، د ځنډ ښکار شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG