د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په افغانستان کې سږکال پرخبریالانو تشدد ۱۸ % زیات شوی”


په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وايي د ۲۰۱۴ کال په څو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په مقایسه د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی اتلس فیصده زیات شوی دی.


د دې کمیټې رییس نجیب شریفي نن (پنجشنبه) په یوه خبري غونډه کې وویل: چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پنځوس پېښې ثبت شوي دي.

شریفي وايي په دې پېښو کې د خبریالانو د وژنې پنځه مورده هم په ثبت رسیدلي دي.

د یادې کمیټې چارواکي په ډېری دغو تاوتریخوالو کې حکومتي چارواکي او امنیتي ځواکونه د خیل بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG