د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسی ولسمشر به له خپل فرانسوي سیال سره د اوکراین بحران وڅېړي


د روسیې ولسمشر یوه نېږدې مشاور ویلي، ولادمیر پوټین به د جون پر پینځمه نېټه په پاریس کې له خپل فرانسوي سیال فرانسوا اولاند سره د اوکراین بحران په اړه خبرې کوي.


پوټین به له اولاند سره د دویمې نړیوالې جګړې د یادغونډو پر وخت وګوري. دا به په مارچ کې د کرایمیا له روسیې سره تر الحاق وروسته د پوټین او د یوه مهم غربي هېواد د مشر تر منځ لومړۍ ناسته وي. د پوټین مشاور یوري اوشاکوف دا هم ویلي دي چې د اوکراین په ختیځ کې، د اوکرایني حکومت ((پاروونکي)) پوځي اقدامات بحران له لا زیات خنډ سره مخامخوي. په عین وخت کې رویټرز خبري اژانس د ناټو د یوه چارواکي له خولې ویلي دي چې روسیې د اوکراین له سرحد سره له نېږدې سیمې په زرګونه سرتېري ایستلي دي، خو لسګونه زره لا هم هلته دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG