د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ کې ماین چاودنې ۹ طالب وسله وال وژلي


د ۲۰۱ سیلاب قول اردو چارواکي وايي؛ د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې تېره شپه نهه وسله وال طالبان د یوه ماین په چاودنه کې ووژل شول.

د دغې قول اردو د دویمې لوا ویاند محمدهارون یوسفزي نن (شنبه) مشال راډیو ته وویل؛ دغه وسله وال طالبان د دانګام ولسوالۍ په درګو سیمه کې د خپل خښ شوي ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد که څه هم دا چاودنه تاییدوي خو وايي چې یواځې دوه ملګري یې په کې وژل شوي او یو بل ټپي دی.
XS
SM
MD
LG