په افغانستان کې د ولسمشرۍ د انتخباتو د دویم پړاو لپاره کمپاین پیل شوی دی. د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور د چارشنبې پر ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د کمپاین لړۍ به د جون تر دولسمې دوام ولري.
د یادونې وړ ده چې په دویم پړاو کې به د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي ترمنځ سیالي وي.