د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: اووه تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.


د ننګرهار دامنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال مشال راډيو ته د چارشنبې پر ورځ وويل: افغان ځانګړو ځواکونو د لالپورې ولسوالۍ په چکنور سیمه کې تېره شپه د دوه ساعتونو ځمکني او هوايي عملياتو په ترڅ کې ۴ تنه وسله وال وژلي، ۳ تنه يې ټپيان کړي او دوه تنه يې له ځانه سره بیولي دي.


مشرقي وال زیاتوي چې په دې عملیاتو کې امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
XS
SM
MD
LG