د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ډیورنډکرښه د ناارمیو څېړلو لپاره په کابل کې غونډه جوړېږي


ټاکل شوې چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وروستيو ناارامیو په اړه د بحث لپاره د افغانستان، پاکستان او ناټو درې اړخیزه غونډه نن دوشنبه په کابل کې جوړه شي.


د دفاع وزارت یوه ویاند دولت وزیري تیره ورځ د مشال ریډیو افغان څانګې ته وویل، په دې غونډه کې به د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وروستیو شخړو په اړه چې افغان حکومت يې د پاکستان له خاورې برید بولي بحث وشي:

"په سرحد کې خصوصاً د راکټونو او د توپچي مرمیو د راغورځولو په اړه به خبرې وشي او چون د پاکستان لوی درستیز نوی ټاکل شوی؛ نو دا به په افغانستان کې په درې اړخیزه غونډه کې د هغه لومړی ګډون وي."

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د پوځ مشر راحیل شریف به په دې غونډه کې د ګډون لپاره نن (دوشنبه)کابل ته ځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG