د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لغمان کې څلور تنه وسله وال وژل شوي


د لغمان ولايت مطبوعاتي مسوول سرحدي ځواک نن د دوشنبې سهار مشال راډيو ته وويل، چې د ګل په شپه د الينګار ولسوالۍ اړوند د سنګر درې سيمه کې درې تنه وسله وال طالبان په ماين جوړولو بوخت ول، چې خپل ماين پرې چاودېدلی او درې واړه په کې وژل شوي دي.


سرحدي ځواک زياتوي، چې د دغه ولايت د بادپښ په ولسوالۍ شاګوليانو سيمه کې کمانډو ځواکونو عمليات تر سره کړي چې يو تن وسله وال په کې وژل شوی او درې تنه نور يې ژوندي له ځانه سره بوتلي دي.

وسله والو طالبانو د دواړو پيښو په اړه تر اوسه رسنيو ته ځه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG