د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سټ یو سټلایټ به هیواد ته ډیره ګټه ولري.


د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال محمد یونس قانوني وایي چې افغان سټ یو سټلایټ به د دې هیواد لپاره ډیره ګټه ولري.

محمد یونس قانوني د دې سټلایټ د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې افغان سټ یو شبکه نه یوازې په افغانستان کې بلکې له بهر نړۍ سره هم د دې هیواد د نښلیدو په برخه کې ستره لاسته راوړنه ده.

د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې د افغان سټ یو له لارې به افغانستان هر کال ۱۵ میلیونه ډالره ګټه ترلاسه کړي.

د افغان سټ یو سټلایټ له لارې به د ټلویزیون ، ټیلیفون او انټرنیټ خدمات په ارزانه بیه او لوړ کیفیت وړاندې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG