د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ملي کرکټ ټيم د ا سیا پریمیېر لیګ اتل شو


افغانستان په ۳۲ اوورنو کې ۲۳۷ منډې جوړې کړې وې. د نېپال ټول ټيم د ۱۲۸ منډو په جوړولو سره مات شو. دغه ډول افغانستان له نېپاله په ۱۰۸ منډو لوبه وګټله.


افغانستان له نېپاله د اسیا کرکټ شورا پریميېر لیګ پایلوبه وګټله. دغه لوبه چې د ملایزیا په کواللمپور ښار کې ترسره شوه، د افغانستان ملي کرکټ ډلې خپلې سیالې ډلې ته د ۴۹.۳ کې د ۲۶۲ منډو هدف کېښود خو وروسته د باران له کبله د ۳۲، ۳۲ اوورونو په منځ کې د جوړو شویو منډو هدف وټاکل شو.

افغانستان په ۳۲ اوورنو کې ۲۳۷ منډې جوړې کړې وې. د نېپال ټول ټيم د ۱۲۸ منډو په جوړولو سره مات شو. دغه ډول افغانستان له نېپاله په ۱۰۸ منډو لوبه وګټله. د دې پایلوبې غوره لوبغاړی دولت ځدراڼ وبلل شو.
XS
SM
MD
LG