په شمالي وزير ستان کې استخباراتي چارواکو مشال ريديو ته وویل چې نن (سېشنبه) سهار د يادې قبايلي سيمې د ميران شا په ظفر ټاؤن سيمه کې د يوې بمي چاؤدني له امله دوه وسله وال وژل شوي دي .
چارواکي زیاتوي چې دغه دواړه وسله وال په یو موټر سايکل سپاره وو او چې ظفر ټاؤن ته ورسيده او موټر سايکل یې ودرولو نو ناڅاپه چاودنه وشوه.