د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق کې چاودنو وژنې اړولي


عراقي چارواکي وایي، د دوشنبې په ورځ د بغداد په شمال کي په موټربم چاودنه او ډزو کې لږ ترلږه ۷ کسان وژل شویدي.


پولیس وایي، په ( توز خورماتو ) ښارګوتې کي یوه رستوران ته نږدې په یوه قاتلانه حمله کي ، دري کسان مړه او د دوو امنيتي سرتيرو په ګډون، ۱۷ نور کسان ژوبل شول.

توز خورماتو ښارګوټی د بغداد د شمال په ۲۰۰ کیلومیټرۍ کي پروت دی.
پولیس وایي، وسله والو د بغداد په ختیځ کي د صنعت د وزارت یو کارکوونکی په ډزو وواژه او وتښتیدل.

وسله والو دغه راز د بغداد په لویدیځ کي یو پولیس چې له کاره فارغ شوی و، د هغه کور ته نږدي وواژه.

د فلوجه ښار په شمال ( ال کرما ) ښارګوټې کي دوه کسان د مارټرو د ګولیو د لګیدو له امله وژل شویدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG