د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر کې افغانستان ته پر تلونکو ګاډو برید دوه ډرایوران ووژل شول



د خېبر اېجنسۍ مرستیال پولیټیکل اېجنټ روشن خان مسود د ګل پر ورځ مشال راډیو ته وویل، چې د جمرود په وزیر ډنډ سیمه کې نامالومه وسله والو افغانستان ته پر سامان وړونکو ګاډو برید وکړ چې دوه ډریوران یې وژلي او دوه تنه نور ژوبل دي.


له پېښې ورسته د خېبر درې لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د پاکستان له غاړې افغانستان ته پر مال وړونکو ګاډو چې بیا بیا د وسله والو لخوا بریدونه کېږي چې پکې ګڼو ډرایورانو او کلینرانو ته د سر زیان رسېدلی دی.

په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونو ته هم لویه برخه سامانونه د پاکستان له غاړې تېرېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG