د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق:بمي چاودنو ۱۵ کسان وژلي


په عراق کي امنیتي ځواکونه او روغتیایي چارواکي وایي، د بغداد په شمال ختیځ کي د سعدیه ښارګوتې په یوه مارکیټ کي دوو بمي چاودنو نن لږ ترلږه ۱۵ کسان وژلي او شل نور يې ټپیان کړل.


سعدیه د عراق په ختیځ کي د کردانو د خودمختاري سیمې په اوږدو کې موقعیت لري او کردان هڅه کوي چې دا ښارګوټی په خپله سیمه کې داخل کړي خو بغداد یې مخالفت کوي. د دوشنبې په ورځ د عراق د پارلماني انتخاباتو د کمپاین پر مهال د خانقین ښارګوټې کې یوه ځان وژونکي ۳۰ کسان ووژل.

وزيراعظم نوري المالکي چې د عراق د شیعه ګانو ملاتړ ورسره دی، د دریمي دورې لپاره یې ځان کاندید کړیدی. مخالفين پر المالکي تور لګوي چې واک يې نيولی او اقلیتونه له منځه وړي.
د عراق په شخړو کې یوازي په روان ميلادي کال کې تر اوسه شاوخوا ۳۰ زره کسان وژل شویدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG